اسلام آباد 03 اکتوبر(اے ??ی ??ی) پا??ست??ن او ??اليزيا د تجارت٬ معيشت٬ بينكنګ څانګې٬ فوډ ټېكنالوجي او زراعت په څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته لا زياتولو له عزم پخلې كړی٬ د دواړو هېوادونو شريك اهميت وړ په چارو كښې مرسته زياتولو له هم اتفاق شوې۔ دا خبره په ايوان صدر كښې د صدر مملكت آصف علي زرداري او ??اليزيا وزيراعظم داتو سري انور ابراهيم ترمينځه د ملاقات په مهال شوې۔ په دې موقع نائب وزيراعظم/خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار٬ د پا??ست??ن پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري٬ د تجارت وزير جام كمال٬ سېنېټر شيري رحمان او ??ور اعلٰی حكومتي عهديدار هم موجود وو۔ د ماليزيا وزيراعظم هركلے كولو سره صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل چې پا??ست??ن ماليزيا سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او دوه اړخيزه مرستې د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې لا پراختيا وركولو لپاره عزم لري۔ ده ووئيل چې د ماليزيا وزيراعظم دا دوره به د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه مرستې ته لا وده وركړي۔ صدر مملكت د غزه په موجوده صورتحال د تشويش څرګندونه كولو سره په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې هغوي دې اسرائيل د فلسطين اولس په ضد ?? نسل كشۍ او ظلمونو نه منع كولو لپاره اقداماتو وكړي۔ د ماليزيا وزيراعظم داتو سري انور ابراهيم صدر مملكت ته ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف سره په ښه ماحول كښې خبرې اترې شوي دي۔ د دې نه وروسته وزيراعظم انور ابراهيم ته اعزاز وركولو لپاره يوه خاص دستوره وشوه چې پكښې صدر مملكت آصف علي زرداري د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم ته د اسلامي چارو ملاتړ او د پا??ست??ن د ښه دوست په اعتراف كښې نشان پا??ست??ن وركړو۔ د دستورې په مهال په دې خبره رڼا واچولې شوه چې د ماليزيا وزيراعظم د علامه اقبال شيدائي دے او د هغه كار د خپل ځان لپاره د تحريك ذريعه ګڼي۔ وزيراعظم انور ابراهيم خپل سياسي كيريئر كښې تل د انسانيت مسئلو حل او د اسلامي اقدار علمبردار پاتې شوې۔ د هغه مشري د انصاف وده او اسلامي نړۍ ته د رامخې ته مسئلو حل لپاره تړون سره عبارت ده۔ هغه پخپله د خود اراديت تحريكونو پلوي دې او ??ه ټوله نړۍ كښې د ظلمونو په ضد ??ږ پورته كوٶنكې دے۔ د هغه هلې ځلې د اسلاموفوبيا په ضد ??و د مذهبونو همغږۍ ودې لپاره جاري دي٬ دغسې چې بېلو كلتورونو او ??ذهبونو ترمينځه افهام و تفهيم او احترام ته وده وركړې شي۔ په دې دستوره كښې وزيراعظم شهباز شريف٬ وفاقي وزيرانو٬ د وسله والو ځواكونو مشرانو٬ سفيرانو او اعلٰی حكومتي عهديدارو هم ګډون وكړو۔ صدر مملكت د ماليزيا وزيراعظم او د هغه د پلاوي په درناوي كښې مېملستيا اهتمام هم وكړو
Nguồn bài viết : Max 3D Thứ Hai